د قرآن کریم درې شپتمه سوره ؛منافون ؛نومیږي. دغه سوره په یولس آیتونو سره د قرآن کریم په اته ویشتمې سپارې کې واقع ده . دغه سوره چې یوه مدني سوره ده ، پر پیغمبر اکرم(ص) په نزول کې په ترتیب سره یو سل پنځمه سوره ده چې ورباندې نازله شوې ده.
؛منافقون؛د منافق جمع ده او منافق هغه څوک دی چې په خپل باطن کې کافر دی،البته په ظاهر کې د مسلمانۍ ادعا کوي.
دغه سوره د منافقانو او دهغوي د چلند اوخصلتونو خبرې کوي و له مسلمانانو سره ددوي سخته دښمني نندارې ته وړاندې کوي. دغه سوره پیغمبراکرم (ص)ته حکم ورکوي څو دمنافقانو دخطرې په باب احتیاط وکړي اومومنانو ته د خدای په لاره کې دبخشش او له دوه مخیتوب او منافقته د لیریکیدا سپارښتنه وکړي.
دغه سوره ددوي دحقیقي څیرې په ښکاره کولو سره ، د مسلمانانو په ضد دمنافقانو دسیسه نندارې ته وړاندې کوي او دخدای له رحمت او بخشش څخه د دوي د بې برخې کیدا خبره کوي . د خداي له یاده د هیریدا عوامل چې هماغه دنیوي ژوند،مال اومقام او بچیان دي ،یادونه ئې کوي.
د اسلام د پراختیا له هماغه پيله منافقان او دهغوی د پيژندلو موضوع ډير اهمیّت درلودلی دی،ځکه چې د دوي خبرې او چلندونه د مسلمانانو په وختلفو ډلو کې داختلاف اودرز سبب کیږي. دغه سوره د منافقانو په خصلتونوپه ټینګار سره ،دمنافقانو دپيژندلو او له دوي دمسلمانانو دلیرې کیدا په ضرورت ټينګار کوي.
د منافقانو په ځانګړنو او خصلتونو کې چې په دغې سورې کې راغلي دي ځینو مهمو ته ئې ستاسو پام راغواړو، ددوي ظاهر هم ښه او جالب دی و ډيرې جذابې اوخوږې خبرې کوي. په عین حال کې بې روحه بدنونه ،بې معنا مخونه او بې ارزښنه باطن لري، نه له خانه خپلواکي او د فیصلې لپاره کومه اراده لري او نه هم کوم معنویّت.د هغو وچو لرګیو په شان چې دیوال ته درول شوي دي او ددوي په زړونو کې همیشه یو وحشت او ویره موجوده وي او تل په شک و بدبینئ کې ژوند کوي.